CRI Online

د شينجيانګ په جګ ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو ارزښت يو سل او پنځوس مليونو يوانو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 11:03:13

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اګست د نهمې نيټې په شپه، د شيجيانګ اويغور خودمختارې سيمې د بورتالا مغول د خپلواکې جګ ولسوالۍ حکومت د مطبوعاتي غونډې په جوړولو سره وويل، د اګست د نهمې نېټې د مازديګر تر څلورو بجو، په جګ ولسوالي کې د ريکتر شپږ اعشاريه شپږ درجې زلزلې له امله د ځای پر ځای شويو وګړو شمير لس زرو ته رسېدلی، د اول اټکل سره سم، د زلزلې له امله د رامنځته شويو اقتصادي زيانونو ارزښت يو سل او پنځوس مليونو يوانو ته رسېدلی.

ځايي حکومت ، روغتونونو، د ملکي چارو ادارو، د اطفائيې عملې او پوليسو له زلزلې وروسته سمدلاسه د بنسټيزو تآسيساتو د ترميمولو، د څښاک اوبو او برېښنا د برابرولو د ساتنې، د سړکونو د پاکولو او د ټپيانو د معالجې کارونه پېل کړل. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای