د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په نهمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د روان کال په می مياشت کې يې دوه کيوبايي ديپلوماتان وشړل.
د دې وزارت وياندې هيتر نورټ په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې امريکا د روان کال د می په ٢٣مه نېټه له دوو کيوبايي ديپلوماتانو څخه غوښتنه وکړه چې له دې هېواد څخه دې ووځي.هغې وويل چې هغه وخت په کيوبا کې د امريکا سفارت د يوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې د ځينو نامعلومو عواملو د شتون له امله په کيوبا کې د ځينو امريکايي ديپلوماتانو روغتيايي حالات ښه نه دي،نو د معالجې لپاره بېرته امريکا ته راستانه شول.هغه زياته کړه چې د کيوبا حکومت مسئوليت لري چې په دې هېواد کې د امريکايي ديپلوماتانو امنيت ساتي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |