د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په لسمه نېټه خبريال د شه چوان ولايت له حکومتي مطبوعاتي دفتر څخه خبر واخيست چې د نهمې نېټې د شپې تر لسو بجو پورې د چين د شه چوان ولايت په جيو جای ګوه ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه ٧ درجې زلزلې له امله ١٩ تنه مړه او درې سوه درې څلوېښت تنه ټپيان شوي او د بهرنيانو په شمول پنځوس زره سيلانيان په پوره توګه خوندي ځايونو ته ليږل شوي دي .
د روانې مياشتې د اتمې نېټې د شپې په نهو بجو او نولس دقيقو د چين د شه چوان ولايت په جيو جای ګوه ولسوالۍ کې د ريکتر په کچه ٧ درجې زلزله وشوه چې د سرچينې ژوروالي يې شل کيلو متره و .د زلزلې د پېښېدو سره هممهاله په دې ځای کې د سيلانيانو شمېر اته دېرش زره اووه سوه نهه نوي تنو ته ورسيد. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |