CRI Online

د روسيې مرستندويه توکي د شخړو د کموالي سيمې حمص ته ورسيدل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 15:05:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په سوريه کې د شخړو او روغې جوړې د همغږۍ په هکله د روسيې مرکز د روانې مياشتې په نهمه نېټه وويل چې د روسيې مرستندويه توکي په همدې ورځ د سوريې مرکزي حمص ولايت ته ورسيدل کوم چې د شخړو د کموالي سيمې په توګه ټاکل شوی دی.

د سوريې خبري اژانس د ياد مرکز په قول ويلي چې په دغو توکو کې خواږه،اوړه،غوښه او غلې دانې شاملې دي.

دغه مرکز په خپله اعلاميه کې ويلي چې په همدې ورځ د حومص ولايت په دې سيمه کې د وسله والو ځينی کړه وړه د شخړو د کموالي سيمې له تړون څخه سرغړونه وه،ياد مرکز له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اړوند تړون مرعات وکړي او له حما څخه تر حومص پورې ستراتيژيکه لار دې خلاصه کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای