CRI Online

د چين او کاناډا د بهرنيو چارو وزيرانو ۲مه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 15:09:56

د اګيست په ۹مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د کاناډا د بهرنيو چارو له وزيرې کريستيا فريلنډ سره د دوهم ځل لپاره کلنۍ غونډه جوړه کړه.د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د چين او کاناډا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د اوسنيو مهمو فرصتونو په نيولو سره خپلمنځي اړيکې لاټينګې کړي.وزير وانګ يي وويل چې روان کال د کاناډا د جوړېدو له ۱۵۰مې کاليزې سره برابر دی چې د دې هېواد لپاره يو مهم کال دی.زه د چين په استازيتوب د کاناډا خلکو ته مبارکي وايم.

له تېر کال څخه د چين او کاناډا ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه پياوړې شوې دي.د تېر کال په جون کې د چين او کاناډا د بهرنيو چارو وزيرانو لومړۍ کلنۍ غونډه د کاناډا په پلازمينه اوتاوا ښار کې تر سره شوه او په تېر سپتمبر کې د چين او کاناډا صدراعظمانو متقابل سفرونه کړي دي.د چين او کاناډا ترمنځ اړيکې دوديز دوستانه بنسټ لري.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۹مه نېټه په ياده غونډه کې وويل چې چين غواړي له کاناډا سره تماس او تګ راتګ زيات کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پر له پسې پرمختګ لپاره خپلمنځې همکارۍ پياوړې کړي.وزير وانګ يي وويل چې د چين او کاناډا د ګډو کوښښونو له امله د دوه اړخيزو اړيکود پرمختګ حالت ثابت دی.په تېره بيا په تېر کال کې د دواړو هېوادونو صدراعظمانو په يوه مياشت کې متقابل تګ راتګ کړی دی چې دا نه يوازې د چين او کاناډا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په تاريخ کې ،بلکې د نړيوال تګ راتګ په بهير کې هم ډېر لږ ليدل کېږي چې له دې څخه د همکاريزو اړيکو د ټينګېدو په اړه د دواړو هېوادونو هيله ښودل شوې ده.

وزير وانګ يي وويل چې چين او کاناډا بايد په پر له پسې توګه لوړپوړی تګ راتګ وساتي او په ښه توګه د خبرو اترو ميکانيزم استعمال او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيک پلان جوړ کړي .موږ بايد د چين او کاناډا ترمنځ د ازادو سوداګريزو سيمو د ابادولو کارونه چټک کړو او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو.بر سېره پر دې،دواړه هېوادونه بايد په ګډه له نړيوالو جرمونو سره مقابله وکړي او د فساد پر ضد او د عدليې په برخه کې همکاري پياوړې کړي.موږ بايد د متقابل مراعات پر بنسټ په ښه توګه خپلمنځي توپيرونه لېرې کړو او اساسې مسئلې حل کړو او په څو اړخيزو ساحو کې دې همغږي پياوړې کړو څو چې د م م مرکزي نړيوال سيسټم وساتو او په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړو.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن فريلنډ پخوا د کاناډا د سوداګرۍ وزيره وه چې د چين او کاناډا ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ لپاره ستر رول لوبولی دی.مېرمن فريلنډ په همدې ورځ له وزير وانګ يي سره د کتنې په وخت کې وويل چې کاناډا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره لوړپوړی تګ راتګ وساتي،په فعاله توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د موافقه ليک په اړه د خبرو اترو د پيل لپاره بحث وکړي او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لاستر پرمختګ تر لاسه کړي.کاناډا به د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي او د تايوان او شي ځانګ مسئلو په اړه د چين دريځونه پېژني.کاناډا غواړي له چين سره يو ځای نړيوال نظام وساتي او د ازادې سوداګرۍ لپاره کوښښ وکړي.دواړو خواوو د کوريا د ټاپووزمۍ د مسئلې په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای