CRI Online

په کابل کې ۲ چاودنې وشوې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 17:20:48

د سينهوا ژانس د خبر له مخې، د اګست په ۹مه نېټه د افغانستان په کابل کې ۲ چاودنې وشوې چې له امله يې يو بريدګر وژل شوی او ۷ تنه ټپيان دي.

د شاهدانو په قول، د همدې ورځې په شاو خوا ۱۱ بجو ۲۰ دقيقو، د پوليسو په اتمه حوزه کې د چاودېدونکو موادو بار موټر د پوځ پر کاروان د بريد په هڅه کې و، خو د پوليسو له خوا وپېژندل شو، وروسته يې چاودېدونکي مواد وچاول چې له امله يې لږ تر لږه ۳ ملکي کسان ټپيان شوي او بريدګر سمدلاسه وژل شوی دی.

وسلوالو طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانيش وويل، چې د اګست د ۹مې نېټې د شپې شاو خوا ۷ بجو، يو بم چې په يو موټر کې ځای پر ځای شوی و، وچاودېد چې له امله يې لږ تر لږه ۴ پوليس ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای