د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سه چوان ولايت مطبوعاتي دفتر د دې خبر پخلی وکړ چې د اګست د ۱۰مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې د ريکتر په ٧ درجې زلزلې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۳۱ تنه ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه ۱۸ تنه سخت ټپي دي.
د چين د ټرانسپورټ او ټرافيک وزارت معلومات ورکړل چې د جيو جای ګوه په زلزله ځپلو سيمو کې پر سړکونو تګ راتګ اعاده شوی، لسګونه زره سيلانيان په پوره توګه خوندي ځايونو ته ليږل شوي دي.
د چين د زلزلو ادارې د بېړنيو پېښو لارښوونکی مرکز د اګست په ۱۰مه نېټه ۱۶ کاري ډلې د جيو جای ګوه ولسوالۍ زلزله ځپلو سيمو ته ليږدولې چې له ۸۰ کارکوونکو څخه جوړې شوې. کارپوهانو وويل، چې د لومړنې پلټنې سره سم د زلزلې په مرکز کې د سختوالي درجه ۸ ته رسېدلې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |