CRI Online

د ايران ولسمشر ۳ ښځينه مرستيالې وټاکلې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-10 20:42:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري رسنيو د اګست په ۱۰مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران ولسمشر حسن روحاني ۳ ښځينه مرستيالې وټاکلې.

په خبر کې راغلي چې د ولسمشر په ټاکل شويو ۳ ښځينه مرستيالانو کې مصومه ابتکار، لايا جونيدي او شهيندوخت مولاويردي دي چې دوی په جلا جلا توګه د ښځو او کورنيو چارو، قانوني چارو او ملکي چارو په اړه د ولسمشر سلاکارانې وي.

حسن روحاني د ايران د اعتدالي ډلې سياستوال بلل کيږي او په ولسمشريزو ټولټاکنو کې يې په ټولنه کې د ښځو پر مهم رول ټينګار کړی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای