د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت په جيو جای ګوه ولسوالۍ کې د زلزلې له پېښېدو وروسته، بېلا بېلې خواوې د مصيبت د زيانونو په مخينوي او ژغورونکو کارونو بوختې دي. د اګست د ۱۰مې نېټې تر ۱۳بجو پورې، نژدې ۷۱ زره کسان له زلزله ځپلو سيمو څخه خوندي ځايونو ته ليږل شوي دي، له بېلا بېلو سيمو څخه راغونډ شوي پوځونه د اړوندو تجهيزاتو په وسيله د سړکونو د تګ راتګ د اعاده کولو په هڅه کې دي.
د سه چوان ولايت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د اګست د ۱۰مې نېټې تر ۱۲ بجو پورې د ريکتر په ٧ درجې زلزلې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۳۱ تنه ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه ۱۸ تنه سخت ټپي دي.
د چين د ټرانسپورټ او ټرافيکو وزارت معلومات ورکړل چې د جيو جای ګوه په زلزله ځپلو سيمو کې پر سړکونو تګ راتګ اعاده شوی، لسګونه زره سيلانيان په پوره توګه خوندي ځايونو ته ليږل شوي دي. د زلزله ځپلو سيمو په بازارونو کې د عرضې د تامين کارونه په سالمه توګه روان دي.
د چين د زلزلو ادارې د بېړنيو پېښو لارښوونکی مرکز د اګست په ۱۰مه نېټه ۱۶ کاري ډلې د جيو جای ګوه ولسوالۍ زلزله ځپلو سيمو ته ليږدولې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |