د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د روانې مياشتې په لسمه نېټه د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ شمالي کوريا ته خبرداری ور کړ چې ښه به دا وي چې تيارياني ونيسي،که نه دوی به له ستونزو سره مخامخ شي.په عين وخت کې د امريکا خبري رسنيو خبر ور کړ چې پنټاګون چمتو دی چې د شمالي کوريا د توغندي د توغولو پر اډې بريد وکړي.
دغه څرګندونې ډونالد ترمپ پر ځايي وخت د روانې مياشتې په لسمه نېټه د شمالي کوريا د هغه ګواښ پر وړاندې وکړې چې د امريکا د ګواهان ټاپو پر پوځي اډې به بريد وکړي ، او و يې ويل چې مخکې له دې نه د ده خبرداری ښايي کلک نه واي.
د امريکا د عامه افکارو په اند ښايي ترمپ د شمالي کوريا په مقابل کې د پوځي عملياتو د تر سره کولو لپاره ټاکلی پلان ونه لري او د دغو عملياتو نتيجه به له اټکل څخه ووځي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |