CRI Online

ډونالد ترمپ :د روسيې ولسمشر له هغې غوښتنې څخه مننه کوي چې امريکا بايد په روسيه کې خپل ديپلوماتان کم کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 09:24:04

  د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې دا چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې په روسيه کې ٧٥٥ ديپلوماتان کم کړي،د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ د روانې مياشتې په لسمه نېټه دې ته په ځواب کې وويل چې له ولسمشر پوتين څخه مننه کوم ،ځکه چې مونږ د ديپلوماتيکو لګښت د کمولو لپاره هڅه کوو.

د امريکا د مشرانو او استازو جرګو په جولای مياشت کې پر روسيې د بنديز لګولو قانوني مسوده تصويب کړه چې لامل يې په ٢٠١٦ کال کې د امريکا د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د روسيې لاسوهنه ده.نو په دې وجه پوتين د جولای په پای کې غوښتنه وکړه چې امريکا دې په روسيه کې ٧٥٥ ديپلوماتان کم کړي چې له امله به يې په متقابلو هېوادونو کې د دواړو خواوو د ديپلوماتانو شمېر برابر شي. غاتول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای