د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق پوځ د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې حکومتي پوځ د روانې مياشتې په نهمه نېټه د العبار ولايت په لويديځ کې په دوه ورځني پوځي عملياتو کې د داعش يوولس وسله وال وژلي دي.
د عراق د ګډو پوځي عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د عراق حکومتي پوځ په دوه ورځني پوځو عملياتو کې د داعش يوولس وسله وال وژلي،د بمونو د جوړولو يوه فابريکه يې ويجاړه او ٢٢ بمونه يې له منځه وړلي دي.سربېره پردې حکومتي پوځ د دې ډلې دوه وسله وال هم اسير کړي دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |