د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې د امريکا د ماکېن په نوم پوځي بېړۍ د چين د حکومت له اجازې پرته د چين د نان شا او شاوخوا ټاپوګانو نژدې اوبو ته ننوتلې ده.په دې هکله چين امريکا ته جدي احتجاج وکړ.
نوموړي وويل چې د اګست په لسمه نېټه د امريکا ياده بېړۍ د چين د حکومت له اجازې پرته د يادو ټاپوګانو نژدې اوبو ته ننوتلې ده.د چين پوځي بېړۍ د خبرداري ور کولو څخه وروسته ياده بېړۍ وشړله .هغه وويل چې د امريکا يادې بېړۍ د چين له قانون او نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه کړې او د چين حاکميت او امنيت ته يې زيانونه رسولي دي.چين پردې ناخوښي څرګنده کړه او امريکا ته يې جدي احتجاج وکړ.هغه زياته کړه چې د خاورو د حاکميت،د سمندري ګټو او د جنوبي سمندر سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چين اراده ټينګه ده. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |