CRI Online

مرکزي حکومت د سه چوان او شينجيانګ زلزلې ځپلو سيمو ته د يو سل او اتيا مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه مواد او پيسې بيلې کړې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 10:26:11

خبريال د اګست په لسمه نېټه د چين د ماليې له وزارته خبر واخيست چې مرکزي حکومت د سه چوان او شينجيانګ زلزلې ځپلو سيمو ته د يو سل او اتيا مليونو يوانو په ارزښت مرستندويه مواد او پيسې بېلې کړې دي

د معلوماتو له مخې، مرکزي حکومت په لسمه نېټه لومړی اتيا مليونه يوانه پيسې برابرې کړې چې پنځوس مليونه يوانه د شينجيانګ خپلواکې سيمې او پاتې ديرش مليونه يې د شينجيانګ د توليدي ابادۍ اردو ته ورکړی شوې.يوه ورځ مخکې د چين د ماليې او ملکی چارو وزارتونو سه چوان ولايت ته سل مليونه يوانه پيسې زلزلې ځپلو وګړو ته د مرستې په توګه ورکړې وې . د خبر له مخې په يادو سيمو کې د شوې زلزلې له امله شل تنه مړه او څلور سوه يو ديرش تنه ټپيان شوي دي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای