د سينهوا اژانس د خبر له مخې، جنوبي کوريا په لسمه نېټه له شمالي کوريا څخه د اوضاعو ټينګلتيا د عملياتو د ختمېدو غوښتنه وکړه او ورسره د خبرو ادامې هيله يې څرګنده کړه. د جنوبي کوريا د ملی امنيت شورا دايمي کمېټې په همدې ورځ په يوه غونډه کې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو په هکله بحث وکړ . د ولسمشر وياند پارک سو هون رسنيو ته وويل چې د يادې کمېټې په اندد ټاپوزمې حالات د شمالی کوريا د پر له پسې لمسون له امله ترينګلي شوي ،نو له شمالي کوريا دې د حالاتو د لا سختوالي له هر ډول عملياتو ځخه لاس واخلی. جنوبي کوريا مخکې له دې نه د دواړو خواوو د پوځی ادارو او د سره صليب ټولنو ترمنځ د خبرو وړانديز کړی ، خو شمالی کوريا هيڅ ځواب نه دی ورکړی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |