د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادی کمربند د سيلانيز مرکز لپاره د وريځې په نوم د شمېرنې مرکز انټرنيتی ازموينه په رسمی تړګه پيل شوه څو چې د يوې نقشې په وسيله په سيلانيزو چاروکې د خدمتونو، مصارفو ، کارکوونکو ، ترانسپورټ او په مهمو سيمو کې د نظارت او ادارې ټول کارونه ترسره شی. د ياد مرکز د مشر سون جيان چن په وينا ، موږ غواړو ددې ډګر له لارې د سيلانيزو سرچينو واحد استعمال او خدمت سر ته ورسوو څو چې د شينجيانګ د سيلانيزو چارو ښيګڼې په پوره توګه وکارول شي او د سيلانيانو لپاره ښه خدمتونه برابر شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |