CRI Online

د ساد سيستم پر ضد د جنوبی کوريا شپږو ډلو له حکومت څخه د ياد سيستم د درولو هڅو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 10:30:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د سينګجو او ګيمچون سيمو وګړو او د ساد پر ضد شپږو لويو ډلو د روانې مياشتې په لسمه نېټه په سيګجو کې د ساد د ځای پر ځای کېدو په ځای کې د ساد اډې د الکترومقناطيسي موج د څارنيزې پلټنې د مخالفت لپاره يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. نو دغه پلټنه د ځايي وګړو او د ښاريانو د سخت احتجاج له امله په يو خت کې نه شي تر سره کېدای.

نوموړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د جنوبي کوريا حکومت ته څلور غوښتنې وړاندې کړې چې په لاندې ډول دي : بايد سمدلاسه د چاپيريال ارزونه پرې شي، د ساد سيستم د کارولو پيل دې وځنډول شي، ساد سيستم دې له دې ځای څخه وايستل شي، د ياد سيستم د درولو بهير پلټنه دې تر سره شي او په دې پورې اړوندو مسئولينو ته دې سزا ورکړی شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای