CRI Online

اروپايي ټولنې پر شمالي کوريا لازيات بنديزونه ولګول

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 10:41:48

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې کميټې د روانې مياشتې په لسمه نېټه د م م د امنيت شورا د ٢٣٧١ نمبر له پرېکړه ليک سره سم پرېکړه وکړه چې پر شمالي کوريا لازيات بنديزونه ولګوي چې له مخې به يې نور نهه کسان او د دولتي بانک په شمول څلور اورګانونه به له بنديزونو سره مخامخ شي.

د اروپايي ټولنې کميټې زياته کړې چې تور ليست به د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په رسمي ويبپاڼه کې خپور شي او تر هغه وروسته به قانوني شفافيت غوره شي.

د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د شمالي کوريا په مقابل کې د ٢٣٧١ نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ او پر شمالي کوريا يې نيوکه کړې وه چې د جولای په ٤مه او ٢٨مه نېټه يې د توغندي ازموينه تر سره کړې او ور څخه يې غوښتنه وکړه چې د ذروي وسلو او توغندي له پلان څخه لاس واخلي. د دې ترڅنګ دوی پرېکړه وکړه چې پر شمالي کوريا نور جدي بنديزونه ولګوي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای