CRI Online

چين د افريقا په لس زرو کليو کې د ډيجټالي تلويزيوني نښو د پرانيستلو پروژه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 10:42:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ډيجټالي تلويزيونونو د ازمويښتي پروژې د پيل مراسم د روانې مياشتې په لسمه نېټه د نايجريا د پلازمينې ابوجا په ورڅېرمه هولومي کلي کې تر سره شول او د دغو مراسمو موخه دا وه چې چين د افريقا په لس زرو کليو کې د ډيجټالي تلويزيوني نښو د پرانيستلو پروژه پيل کړه.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مرستيال ګوو وي مين هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.د هولومي کليوالو په نڅا او سندرې ويلو سره د چيني مېلمانو هر کلی وکړ.ښاغلي ګوو په خپله وينا کې وويل چې کله چې دغه کلي ته ننوتم ،دا احساس مې وکړ چې نايجريايان مېلمه پال او مهربانه دي.ننني مراسم يو پيل دی .چين به په راتلونکي کال کې د نايجريا په شمول له افريقايي هېوادونو سره مرستې وکړي تر څو په لازياتو افريقايي کليو کې ډيجټالي نښې پرانيستلی شي اوخلک کولی شي چې تلويزيوني پروګرامونه وګوري. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای