د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د بهرنيو چارو وزير سمعی شوکري د اګست په لسمه نېټه په قاهره کې د امريکا د قطر بحران له ځانګړي استازي سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، قطر بايد د مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين غوښتنې پوره کړي، دا د بهرنيو اړيکو د پرې کولو بحران د حل و فصل کليدي ټکی دی.
د جون په پنځمه نېټه، د سعودي عربستان په ګډون څلورو هېوادونو پر قطر تورونه ولګول چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او سيمه ييز امنيت يې ويجاړ کړی دی او اعلان يې وکړ چې له قطر سره يې د ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړې، خو د قطر حکومت ياد تورونه رد کړل. د جولای په درويشتمه نېټه، نوموړو څلورو هېوادونو د کويټ له لارې قطر ته د بحران د حل و فصل په باب ديارلس ماده ييزې غوښتنې ولېږلې او له دې وروسته يې وويل، چې قطر په دې اړه رضايت مند ځواب نه دی ورکړی، نو پر قطر باندې د يادو هېوادونو بنديزونه به دوام ولري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |