CRI Online

د امريکا دفاع وزارت:امريکا به د ديپلوماتيکو لارو چارو له لارې د کوريا ټاپووزمی مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 14:44:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس د روانې مياشتې په لسمه نېټه وويل چې امريکا به د ديپلوماتيکو لارو چارو له لارې د کوريا ټاپووزمې مسئله حل کړي.

نوموړي په همدې ورځ له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې امريکا په ديپلوماتيکو لارو چارو د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره هڅه کوي څو چې ديپلوماتيکې لاسته راوړنې تر لاسه کړي.د دې ترڅنګ هغه پر دې ټينګار وکړ چې که په کوريا ټاپووزمه کې جګړه رامنځته شي، نو نتيجه به يې بې ساري وي.هغه زياته کړه چې د ولسمشر دونالډ ترمپ کلکه رويه د دې ښکارندويې کوي چې هغه پر دې مسئلې انديښمن دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای