CRI Online

د جنوبي سمندر چوکاټ ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 15:44:05

د اګيست په ۸مه نېټه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد يعنې د فليپين د بهرنيو چارو وزير الن پيتر کايتانو د يادې ټولنې د بهرنيو هېوادونو د وزيرانو غونډې د نتيجې د راغونډولو په وخت کې وويل چې د جنوبي سمندر سوله او ثبات ډېر مهم دی.بېلا بېل هېوادونه د جنوبي سمندر د حاکيميت په اړه توپيرونه لري،خو دا بايد د هېوادونو ترمنځ پر ښو اړيکو اغېزه ونه کړي.د يادې غونډې په ترڅ کې چين او د يادې ټولنې غړو هېوادونو د جنوبي سمندر د اصولو چوکاټ تر لاسه کړی چې له مخې به يې د جنوبي سمندر مسئلې د خبرو اترو له لارې حل شي.

د روانې مياشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې او د دې ټولنې او چين،جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ګډون يو لړ نورې غونډې د فليپين په پلازمينه مانيلا ښار کې تر سره کړې.د چين او د يادې ټولنې د غړو هېوادونو د ګډو کوښښونو له امله په دې غونډه کې د جنوبي سمندر د اصولو چوکاټ رامنځته شو.

ښاغلي کايتانو وويل چې د جنوبي سمندر سوله او ثبات ډېر مهم دی.فليپين نه غواړي په جنوبي سمندر کې شخړې بيا رامنځته شي.له ياد چوکاټ څخه څرګندېږي چې د شخړو بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ شتون شته.د عامه افکارو په اند د کايتانو رويه د دې ټولنې د زياتو غړو هېوادونو د رويې استازيتوب کوي.

په ۲۰۰۲ کال کې چين او يادې ټولنې د جنوبي سمندر په اړه د بېلا بېلو خواوو عملي اعلاميه لاسليک کړه چې د سيمه ييزو اوضاعو د سولې او ثبات لپاره ګټوره وه.چين او د يادې ټولنې غړو هېوادونو د روان کال په مې کې د اصولو چوکاټ تصويب کړ.خو د روانې مياشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د دې ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د امريکا،جاپان او استراليا په ګډون يو شمېر هېوادونو يو ځل بيا د جنوبي سمندر پر سر د جګړې په اړه خبر ورکړ.د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې د چين په ګډون د جنوبي سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو د جنوبي سمندر د حالاتو د ښه بدلون ستاينه وکړه،خو يو شمېر نور هېوادونه پخوا نظريې لري او د جنوبي سمندر حالاتو ته د بدلون په سترګه نه ګوري.حتې بهر ته يې منفې اغېزه ورکړې ده.

د چين د عصري نړيوالو اړيکو څېړنيز انسټيټوټ مرستيال لو چون هاو وويل چې په دې سيمه کې اکثريت هېوادونه د جنوبي سمندر د ثبات نيت لري او هيله لري چې د دوه اړخيزو خبرو اترو له لارې مسئلې حل کړي.خو د امريکا،جاپان او استراليا په ګډون د يو شمېر هېوادونو په اند د دوی ګټې د دې سيمې د ګټو په پرتله مهمې دي.

ښاغلي لو وويل چې د تېر کال له دوهمې نيمايي راهيسې د جنوبي سمندر ثابت حالات د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ګډو کوښښونو نتيجه ده.د جنوبي سمندر سوله او ثبات دې د سيمه ييزو هېوادونو له خوا وساتل شي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې د جنوبي سمندر د اصولو چوکاټ په راتلونکي کې د اصولو په اړه د سلامشورو ښه بنسټ برابر کړی دی.ښاغلي لو چون هاو وويل چې بېلا بېلې خواوې د مشخصو محتوياتو په اړه توپيرونه لري،نو د جنوبي سمندر د اصولو په اړه د سلامشورو بهير به سالم نه وي. بېلا بېلې خواوې بايد په راتلونکي کې تماسونه ونيسي او د نورو هېوادونو د لاسوهنې له منځه يوسي څو چې د دې اصولو په اړه د سلامشورو بهير چټک شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای