CRI Online

چين: شمالي کوريا او امريکا بايد کلکه رويه ښکاره نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 18:21:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شمالي کوريا ځواکونو څو ورځې مخکې وويل، چې د روانې مياشتې په نيمايي کې به د ګواهن ټاپو پر سمندري سيمې د بريد پلان تر سره کړي. ورپسيې امريکا وويل، چې که شمالي کوريا پر امريکا او ملګرو هېوادونو هر عمل او يا بريد وکړي، شمالي کوريا به له تصور نه وتلي ځواب سره مخامخ شي. د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ د خبرو جنجال د سختوالي په وړاندې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په ۱۱مه نېټه وويل، هيله لرو چې بېلا بېلې خواوې جدي خبرې او عمل غوره کړي او کلکه رويه ښکاره نه کړي.

نوموړي وويل، چين هيله لري چې اړوندې خواوې جدي خبرې او عمل غوره کړي او د ترينګلو حالاتو د ارامۍ او د متقابل اعتماد د پياوړتيا لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای