CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-11 19:47:59

د کورني کرکټ د زونونو په کچه د غازي امان الله یو ورځینۍ سیالۍ پیل کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د زونونو په کچه د غازي امان الله یو ورځینۍ سیالۍ پیل کیږي.

دغه سیالۍ به د پنځو زونونو د لوبډلو په ګډون د خوست په کرکټ لوبغالي کې د روان زیږدیز کال د اګست په ۱۰مه نېټه پیل او د پای لوبه به یې د اګست په ۱۹مه نیټه د ننګرهار په غازي امان الله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري د الف لست (List A) سیالیو په نوم پیژندل شوې دي او په دغو لوبو کې ټول ګډون کونکي لوبغاړي له ټولو هغو معنوي ارزښتونو برخمن دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا د الف لست په سیالیو کې لوبیدونکي لوبغاړي یې لري.

د غازي امان الله خان په یو ورځینیو سیالیو کې به د ملي لوبډلې سربیره د ملي نولس کلنو، الف لوبډلې او د زونونو غوره لوبغاړي ګډون ولري.

په بیګ باش کې راشد خان ته لېوالتیا

د بیګ باش سیالیو څو برخه والو لوبډلو د راشد ارمان د رانیولو خبره کړې چې په ډله کې یې د اډيلایډ سټرایکرز لوبډله هم شته.

د نیوز کارپس د راپور له مخې، راشد ارمان د ډېویډ وارنر له لوري بیګ باش سیالیو ته معرفي شوی او وار دمخه یې اډيلایډ سټرایکرز لوبډلې رانیولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب کړي.

د سرچینې په خبره، راشد ارمان د هند په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې پخپله کمالي توپ اچونه خپل لوبډلمشر ډیویډ وارنر متاثره کړی دی.

نوموړي له لومړنیو دوو افغان لوبغاړو چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ په سیالیو کې یې لوبه وکړه.

راشد ارمان د (ای‌پي‌ایل) په سیالیو کې ۶۲.۶ اوسط په لرلو په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته چې ټولټال یې ۱۷ کسان وسوځول.

دغه ۱۸ کلن افغان لوبغاړي چې په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:

"هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه."

د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.

د نجیب الله ترکي، آفتاب عالم او نورالحق ملکزي د بندیز موده پای ته ورسیده.

ددوی د بندیز موده د رحم د غوښتنلیک له مخې او د بشپړ غړیتوب د دریځ د ترلاسه کولو له امله د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي ریاست د حکم له مخې را کمه شوې وه چې اوس مهال پای ته رسیدلې ده او دوی کولای شي په کورنیو لوبو کې لوبه ترسره کړي. یاد لوبغاړي به په کورنیو سیالیو کې له لوبیدو وروسته د غوراوي کمیټې د ارزونو له مخې په ملي لوبډله کې هم د لوبیدو حق ولري.

کریس ګیل وايي محمد نبي‌ او راشد خان لوی استعدادونه دي

د ویسټ انډیز د لوبډلې مشهور لوبغاړی کریس ګیل وايي‌ چې محمد نبي او راشد خان د کرکټ او افغانستان لوی استعدادونه دي.

ښاغلی ګیل وايي ‌چې دغه دوه افغان لوبغاړي د خپل هېواد په ملي لوبډلې کې هم ښه ځلېدلي‌ او په دې وروستیو کې په آی پي ال کې هم ښه وځلېدل او تجربې یې نورې هم زیاتې شوې.

کرېس ګیل د سنټ کیتس او نېویز پاېټریاتز د لوبډلې مشر دی چې محمد نبي‌ هم په کې لوبیږي. نوموړي د شنبې د ورځې په لوبه کې د محمد نبي لوبه ډېره وستایله.

محمد نبي په دغې لوبې کې په څلورو اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځوه خو یوازې یې ۱۷ منډې ورکړې. هغه امریکا غږ اشنا ته وویل چې افغانستان په کرکټ‌ کې ښه استعدادونه لري‌ چې په خبره یې محمد نبي‌ او راشد خان یې ښې بېلګي دي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې خوښ دی محمد نبي ورسره په یو ټیم کې لوبیږي. محمد نبي‌ او راشد خان په لومړي ځل د کارابین کرکټ لیک سیالیو کې لوبیږي. راشد د ګیانا امازان واریریز په لوبډلې کې دی چې کپټان یې د نیوزلنډ‌ لوبغاړی ګاپټل دی.

ګاپټل امریکا غږ اشنا ته وویل چې راشد خان با استعداده لوبغاړی دی او هیله یې وښوده چې په روانو سیالیو کې ښه وځلیږي. د ویسټ انډیز دغه تجارتي سیالۍ د اګست په څلورمه پیل شوې او ټاکل شوې چې شاوخوا یوه میاشت روانې وي.

د دغو سیالیو څلور لوبې د امریکا د فلورېډا په ایالت کې کیږي چې هدف یې په امریکا کې د کرکټ لا دودل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای