CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر سره تليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-12 15:35:25

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۲مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تليفوني خبرې وکړې.

رئيس شي وويل چې تېره مياشت هغه له ولسمشر ټرمپ سره په جرمني کې ښې او ګټورې خبرې اترې کړې وې.د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ نژدې تماس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري.دواړه خواوې بايد په پر له پسې توګه د دواړو مشرانو ترمنځ ګډې نظريې پلې کړي ،خپلمنځي ديالوګ او تماس او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي او په ښه توګه د ګډې پاملرنې وړ مسئلې حل کړي څو چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې به په سالم او ثابت ډول پرمختګ وکړي.

ډونالډ ټرمپ وويل چې ډېر خوشاله يم چې يو ځل بيا له رئيس شي جين پينګ سره خبرې اترې کوي.اوس د امريکا او چين ترمنځ اړيکو د پرمختګ حالت ښه دی او هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به لاښې وي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای