CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د شخړو د مخنيوي لپاره جوړجاړی وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-12 15:39:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اګست په ۱۱مه نېټه له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د شخړو د مخنيوي لپاره جوړ جاړی وکړي. نوموړي په همدې ورځ د روسيې د ولاديميرسکايا اوبلاستي ايالت کې د روسيې د ځوانانو په تعليمي فورم کې دغې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، چې په تېرو څو ورځو کې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د لفظي جګړه له حد څخه وتلې ده، نو نور هېوادونه له دې امله اندېښمن دي چې د امريکا او شمالی کوريا ترمنځ رښتينې شخړې رامنځته شي. روسيه د کوريا ټاپووزمې مسئلې د راتلونکو حالاتو په باب اټکل نه شي کولی، خو هيله لري چې امريکا او شمالي کوريا سړه سينه وساتي او جوړجاړی وکړي.

نوموړي وويل، چې روسيې او چين په کوريا ټاپووزمه کې د شخړو د رامنځته کېدو د مخنيوي په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده او د دغې مسئلې د حلولو لپاره د سوله ييزو خبرو اترو د بيااعاده کېدو په اړه يې نقشه طرحه کړې ده. لومړنی قدم دا دی چې شمالي کوريا د ذروي توغنديو له څيړنې څخه لاس واخلي او امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا په مقابل کې له لويه پيمانه لرونکي ګډ پوځي تمرين څخه لاس واخلي، تر څو د سوله ييزو خبرو اترو د بيا پيل او له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره ښه زمينه برابره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای