CRI Online

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د امريکا د هوايي بريد له امله ۱۶ عام وګړي ووژل شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-12 15:45:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکي د اګست په ۱۱مه نېټه خبري رسنيو ته خبر ورکړ چې په افغانستان کې د امريکا پوځ څو ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې پر يو موټر باندې هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۱۶ عام وګړي ووژل شول. دغه پېښه د روانې مياشتې په ۱۰مه نېټه شوې ده. ياد عام وګړي د افراطي ډلو څخه د ځان ساتلو لپاره د موټر په وسيله نورو ځايونو ته د تګ په لاره کې له دغه بريد سره مخامخ شول. په يادو ۱۶ کسانو کې ښځې او ماشومان شته چې په دې جمله کې اته تنه د يوې کورنۍ غړي دي.

اوس د دغې پېښې په اړه تحقيقات روان دي او حکومت به نور زيات معلومات په ډاګه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای