CRI Online

نړيوالې ټولنې له امريکا او شمالي کوريا څخه غوښتنه وکړه چې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ښه والي لپاره سړه سينه وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-12 16:26:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په تېرو څو ورځو کې نړيوالې ټولنې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ لفظي جګړې ته پاملرنې کړې او ځينو هېوادونو په جلا جلا توګه له دغو دواړو هېوادونو څخه غوښتنې وکړې چې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي په موخه سړه سينه وساتي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اګست په ۱۱مه نېټه وويل، چې هغه له دې امله اندېښمن دی چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ لفظي جګړه ورځ په ورځ سختېږي. هغه په دې نظر دی چې اړوندې خواوې بايد ژر د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ترينګلتيا د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيسي. هغه د ډيپلوماتيکو کوښښونو هر کلی کوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په همدې ورځ خبر ورکړ چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ لفظي جګړه له حد څخه وتلې ده. روسيه هيله لري چې دواړه خواوې جوړ جاړی وکړي. روسيې او چين د دغې مسئلې د حلولو په هکله د سوله ييزو خبرو اترو د بيا اعاده کېدو نقشه طرحه کړې ده او لومړني قدم دا دی چې شمالي کوريا د ذروي وسلو له څيړنې څخه لاس واخلي او امريکا او جنوبي کوريا د شمالي کوريا په مقابل کې له لويه پيمانه لرونکي ګډ پوځي تمرين څخه لاس واخلي.

بر سېره پردې، په تېرو څو ورځو کې جنوبي کوريا، المان او کاناډا په جلا جلا توګه خپلې نظريې څرګندې کړې او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه کړې ده چې سړه سينه وساتي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای