CRI Online

م م د کډوالو مسئلې د حلولو په برخه کې له کامرون سره د چين د مرستې ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-12 17:34:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په کامرون کې د م م د خوراک د نړيوال سازمان د نماينده ګۍ مدير ابدالايا بالدي د اګست په ۱۱مه نېټه وويل، چې د چين هغه عمل د ستاينې وړ دی چې د کامرون له کډوالو سره يې مرسته وکړه. چين د دې سيمې د کډوالو مسئلې د حلولو لپاره مهم رول لوبوي.

د دغه هېواد له کډوالو سره د چين د مرستندويه مالونو د برابرولو مراسم په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه يااوندي کې تر سره شول. په دغه هېواد کې د چين لوي سفير وي وين هوا وويل، چې د کډوالو او پناه وړونکو مسئله يوه نړيواله مسئله ده. چين د ډېر لوی پرمختيايي هېواد په توګه دې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي او تل د دغې مسئلې د حلولو لپاره کوښښ کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای