د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران خبري تلويزيون د اګست په ۱۲مه نېټه خبرورکړ چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي،که هغه په پر له پسې توګه د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شي،د ايران نوی حکومت به د اقتصادي ډيپلوماتيکو چارو د پرمختګ لپاره لازيات کوښښ وکړي.
ظريف وويل چې ايران به د سيمه ييز سولې،ثبات او همکارۍ پر لار ټينګار وکړي.بر سېره پر دې،د نفتو د ساحې نه پرته د صادراتو پياوړتيا او د بهرنيو پانګونو او تخنيکونو راجلبول د ايران لپاره هم ډېر مهم دي.ظريف د حسن روحاني له خوا د نوي دورې حکومت د بهرنيو چارو د وزير په توګه ټاکل شوی،خو د پارلمان تائيد ته اړتيا لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |