د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د يمن مسئلې په اړه د م م ځانګړي استازي شيخ احمد د اګست په ۱۲مه نېټه په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره وکتل.د دواړو خواوو په اند بايد له سياسي لارې د يمن بحران حل شي.
احمد په همدې ورځ تهران ته ورسېد،دا دوهم ځل دی چې هغه د يمن مسئلې په اړه له ايران څخه ليدنه کوي.هغه له ايران څخه غوښتنه وکړه چې د يمن بحران د سياسي حل لپاره د م م د کوښښونو ملاتړ وکړي.
اوس د يمن خلک له قحطۍ،کولرا او جګړو سره مخامخ دي.د روغتيا د نړيوال سازمان له شمېرنې سره سم د روان کال له اپرېل څخه په يمن کې څه د پاسه ۲ زره تنه د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.بر سېره پر دې،په دې وروستيو کلونو کې د جګړو له امله د يمن لسګونه زره تنه وژل شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |