د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د اګست په ۱۲مه نېټه د کينيا له مخالفو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې له قانوني لارې د ولسمشريزو ټولټاکنو شخړې حل کړي او خپلو ملاتړکوونکو ته د زورزياتي د نه کارولو ښکاره نښې نښانې وښيي.
ګوتيريس په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د کينيا د ولسمشرۍ ټولټاکنو نتيجه يې تر لاسه کړې ده.هغه پر دې ټينګار وکړ چې د خبرو اترو له لارې د ترينګلتياوو له منځه وړل ستر اهميت لري.م م به د افريقا له ګډې ټولنې سره يو ځای د کينيا د اړوندو خواوو له مشرانو سره فعال تماسونه ونيسي څو چې د کينيا د ولسمشرۍ ټولټاکنې په سالم ډول بشپړ شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |