د اګست په دوولسمه نېټه د لاوس په پلازمينه وينتيان کې د لاوس صدراعظم څونګلون سيسوليڅ او د کمبوديا صدراعظم هون سين يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه. صدراعظم څونګلون سيسوليڅ وويل، چې لاوس به د روانې مياشتې د ديارلسمې نېټې له سهار نه مخکې له کمبوديا سره له سرحدي سيمې څخه ځای پر ځای شوي سرتيري وباسي. يادو دواړو صدراعظمانو په همدې ورځ په وينتيان کې د سرحدي مسئلې په اړه خبرې اترې وکړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |