CRI Online

د چين په سه چوان ولايت کې د جيو جای هوانګ لونګ هوايي ډګر کې خوندي ځايونو ته د مسافرينو ليږدولو کارونه بشپړ شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-13 16:41:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اګست په ۱۲مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په جيو جای ګوه کې د زلزلې تر ۵ ورځو وروسته د ملکي الوتنې د بېلا بېلو څانګو د همکارۍ له لارې د جيو جای هوانګ لونګ هوايي ډګر کې خوندي ځايونو ته د مسافرينو ليږدولو کارونه بشپړ شوي دي.

تر اوسه پورې د ياد هوايي ډګر له لارې بهر ته د سيلانيانو شمېر ډېر کم شوی دی.د جنوب لوېديځې سيمې د ملکي الوتنې ادارې له شمېرنې سره سم د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې تر غرمې وروسته تر ۵ بجو پورې د ياد هوايي ډګر له لارې ۲۴۵۶ تنه خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای