CRI Online

دوه امريکايي سرتيري د عراق په شمال کې ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 09:26:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا مرکزي قومانداني د اګست په ۱۳مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دوه امريکايي سرتيری په همدې ورځ د عراق په شمال کې د نظامي دندې د ترسره کولو په وخت کې ووژل شول، پنځه نور ټپيان شول. اوس اړونده پلټنه روانه ده.

د امريکا او عراق ترمنځ د تړون له مخې، امريکايي پوځ د ۲۰۱۱ کال تر پايه پورې عراق څخه وتلی او يوازې کم شمېر د امريکا په سفارت کې پاتې دي. په ۲۰۱۴ کال کې داعش د عراق په لوېديځ او شمال کې ډېرې سيمې تر کنټرول لاندې راوستې او امريکا بيا عراق ته زيات سرتيري وليږل. اوس څو زره امريکايي سرتيري په عراق کې ميشت دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای