CRI Online

د ايران ذروي شرکتونه به د څېړنې په عرض د اټومي بټۍ پلټنه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 09:27:56

د ايران خبري رسنيو د اګست په ديارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د ولسمشر سر مرستيال اسهاق جهان ګيري د ايران د اټومي قوت د سازمان رئيس علی صاليحي ته امر ورکړ چې د ايران د ذروي قوت د جوړونې او پرمختګ شرکتونه دې د ياد سازمان د موخي او دندې سره سم د څېړنې په عرض اټومي بټۍ ډيزان او جوړه کړي او د اټومي بټۍ پلټنه وکړي.

ايران او شپږو اړوندو هېوادونو د دوه زره او پنځلسم کال په جولای مياشت کې تاريخي ارزښت لرونکی ذروي تړون لاسليک کړ چې په دې يې موافقه وکړه چې په راتلونکيو اوږدو مودو کې ايران له ذروي پلټنو څخه لاس واخلي، نړيواله ټولنه به يې غبرګون پر ايران باندې بنديزونه لغوه کړي. خو په دې تړون کې په ايران کې د ملکي ذروي تاسيساتو د پرمختګ ممنوعيت نه شته. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای