CRI Online

د پاکستان لومړي وزير عباسي له وانګ يانګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 09:28:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزير شاهد خقان عباسي د اګست په ۱۳مه نيټه په اسلام اباد کې د چين له مرستيال صدراعظم وانګ يانګ سره وکتل. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه.

ښاغلي وانګ يانګ وويل چين او پاکستان په هر ډول فضا کې ستراتيژيک همکاران دي چې دواړو خواوو تل يو له بل ملاتړ کړی او کوي يې. په ۲۰۱۵ کال کې رئيس شي جين پينګ په برياليتوب سره پاکستان ته سفر کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې مرحله پيل شوې. په وروستيو ورځو کې بېلا بېلو ساحو کې د چين او پاکستان همکارۍ سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. چين غواړي له پاکستان سره همکاري پرمخ يوسي او د دواړو هېوادونو وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

عباسي وويل، په دې وروستيو کلونو کې د پاکستان اقتصاد په پر له پسې توګه پرمختګ موندلی، په دې بهير کې د چين ملاتړ او مرستو مهم رول لوبولی دی. پاکستان به د اقتصادي دهليز د ابادۍ د پرمخبيولو او په بېلا بېلو برخو کې له چين سره د همکارۍ د ژورتيا لپاره کوښښونه ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای