د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نيپال د کورنيو چارو وزارت د خبر ورکړ چې د اګست د ديارلسمې نېټې تر مازديګر، په نيپال کې د سيلابونو او د ځمکو ښوئيدو له امله لږ تر لږه څلوېښت تنه وژل شوي، شپږ دېرش تنه ورک او شل تنه ټپيان شوي دي. زرګونه کورنۍ له خپلې سيمې څخه وتلې دي. حکومت ناورين ځپلو سيمو ته پوليس او ځواکونه لېږلي دي. په زياتو سيمو کې سړکونه او پلونه ويجاړ شوی دي، دا د ژغورنې کار په وړاندې ستونزه ده. په ځينو سيمو کې هوا سخته ده، چورلکې د ژغورنې په کار کې ګډون نه شي کولی.
د نيپال د هوا پېژندنې ادارې د اټکل سره سم، په راتلونکيو څو ورځو کې به سخت بارانونه دوام ولري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |