د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د نظامي چارو د نړيوالې سيالۍ د پای مراسم د اګست د ۱۲مې نېټې په شپه په روسيه کې ترسره شول. د چين، روسيې او قزاقستان په شمول د ۲۸ هېوادونو پلاويو او د روسيې وګړيو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
د روسيې لوی درستيز او د دفاع د وزير لومړي مرستيال واليری ګيرسيموف د ټانکونو د سيالي مخکنيو دريو مقامونو ته جايزې ورکړې. د روسيې، قزاقستان او چين پلاويو په جلا توګه لومړی، دوهم او درېيم مقام تر لاسه کړ.
دغه سيالۍ د جولای له ۲۹مې نيټې څخه د اګست تر ۱۲مې نيټې پورې ترسره شوې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |