د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د يوټار ايالت سر وزير يوګي اديتياناځ د اګست په ديارلسمه نېټه وويل، د دې ايالت په يو روغتون کې د ماشومانو د مړنې پېښې پلټنه روانه ده، د اولې پلټنې سره سم، د دغه دېرشو ماشومانو د مرګ لامل ماغزو بيړنی التهاب دی، نه د اکسيجن نه شتون.
هغه په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل، هغه اوس د يوټار ايالت د بېلا بېلو ادارو له چارواکو سره د بيړني ماغزو بيړني التهاب سره د مقاومت پلان په اړه خبرې اترې کوي او د دې پېښې په اړه به جدي پلټنه تر سره کړي. د روغتون هغه کارکوونکي چې خپل مسئوليت يې پوره نه دی ادا کړی، هرومرو به تر سزا لاندې ونيول شي.
د هند خبري رسنيو له دې مخکې خبر ورکړی و چې د يوټار ايالت په يو روغتون کې په دوو ورځو کې دېرش ماشومان مړه شول، ښايي د دوي د مرګ لامل د اکسيجن نه شتون وي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |