CRI Online

د ونزويلا د حکومت ضد ګوندونو اتحاد پر دغه هېواد له هر ډول پوځي تهديد سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 15:03:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ونزويلا د حکومت ضد ګوندونو اتحاد د اګست په ديارلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه ټولنه پر ونزويلا له هر ډول پوځي تهديد سره مخالقت کوي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د هېواد حاکميت نه شي بېلېدلی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست د يوولسمې نېټې په سهار وختي وويل، امريکا د ونزويلا له اوسنيو حالاتو سره د مقاومت زيات تدبيرونه لري، د پوځي لاسوهنې شونتيا هم شته. يادې ټولنې په دې اړه غبرګون ښودلو سره يادې خبرې وکړې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای