CRI Online

امريکايي کارپوهان : د چين پر تجارتي فعاليتونو پلټنه د امريکا د اقتصادي ستونزې د لېرې کولو لپاره ګټوره نه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 15:15:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ښايي د امريکا حکومت د چين د تجارتي فعاليتونو پلټنه وکړي. څو مريکايي کارپوهانو وويل، دغه يو اړخيزه پلټنه د امريکا چل دی، نه يوازې د امريکا د اقتصادي ستونزې د لېرې کولو لپاره ګټوره نه ده، بلکې د امريکا او چين تر منځ تجارتي اړيکې او د امريکا نړيواله بڼه به بدنامه کړي

د امريکا حکومت يو لوړپوړي چارواکي د اګست په دوولسمه نېټه په ټلويزيون کې وويل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په څوارلسمه نېټه د يو ياددښت په لاسليکولو سره د امريکا تجارتي استازي ته امر وکړ چې په دې اړه پلټنه وکړي چې ايا چين نابرابر تجارتي فعاليتونه تر سره کړي دي که نه.

د امريکا د چيني مسئلې کارپوه روبرت لاورنس هوهان په يوه مرکه کې وويل، په لنډه موده کې، کم شمېر امريکايان به د دې پلټنې له لارې ګټې تر لاسه کړي، خو په اوږده موده کې، د امريکا اقتصاد به زيانمن کړي، ځکه چې دغه پلټنه به د امريکايي اقتصاد د دوامدار پرمختګ په لاره کې خنډونه رامنځته کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای