د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران پارلمان د اګست په ۱۳مه نيټه يوه مسوده تصويب کړه او پرېکړه يې وکړه چې د امريکا بنديزونو ته په ځواب کې د ايران د توغنديو څېړنيز پروګرام او په بهرنيو هېوادونو کې د اسلامي انقلابي ګارډ عملياتو ته نور ۵۰۰مليونه امريکايي ډالره ورکړي.
له۲۴۴ پارلماني غړيو څخه ۲۴۰ تنو د همدې ورځې په رايګيري کې موافقې رايې ورکړې. دغه مسوده به د اساسي قانون د څارنې کمېټې تر منظورۍ وروسته نافذ شي.
د دغې مسودې له مخې، حکومت به پر توغنديو د څېړنې لپاره ۲۶۰مليونه امريکايي ډالره ولګوي او د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ تر مشرۍ لاندې د قدس ځواکونو ته به هم ۲۶۰ مليونه امريکايي ډالره ورکړي. د قدس ځواکونه په عمده توګه په عراق او سوريه کې پوځي عمليات تر سره کوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |