CRI Online

ايا د قطر نرم ځواک به اغېزمن وي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 15:26:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سعودي عربستان په شمول له څلورو هېوادونو سره د قطر د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کېدو بحران څه باندې دوه مياشتې غځېدلی. دواړې خواوې له خپلو دريځونو د پر شا کېدو نيت نه لري او په رکود کې پاتې دي. که څه هم د قطر توان د سعودي عربستان په شمول د څلورو هېوادونو په نسبت کمزور دی، خو په دې وروستيو ورځو کې يې د نرم ځواک په برخه کې يو لړ عمليات ترسره کړي چې غواړي احاطه کوونکې بڼه څرګنده کړي او د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړي.

د اګست په ۱۳مه نيټه د برازيل مشهور لوبغاړي نيمار داسلوا جونيور چې د ۲۲۲ مليونو يورو په بيه له پخوانی کلب څخه د پاريس د سانتي ګرمن فوټبال کلب ته تللی، او د فرانسې د لومړۍ کچې سيالۍ په ډګر کې ليدل کېده. ويل کېږي چې د پاريس د سانتي ګرمن فوټبال په کلب کې د نيمار ګډون د قطر لخوا طرحه شوی. په ۲۰۱۱ کال کې د قطر سپورت پانګونې صندوق د دې کلب خاوند وګرځېد او د قطر د حاکميت شمتنۍ صندوق يوه برخه ده. د سپورت مشهور کارپوه برين شنيدر وويل،. په دې کلب کې د نيمار ګډون لوړه بيه د قطر مطبوعاتي تدبير و چې خپل توان ښکاره کړي. ده وويل

(( د پاريس د سانتي ګرمن فوټبال کلب اخيستل د قطر يوه بريالۍ پانګونه ده. دغه کلب د قطر د نرم ځواک يوه برخه ګرځېدلې او قطر د پاريس او فوټبال په وسيله خپله بڼه ښکاره کړې، اوس قطر په نړۍ کې درېيم نمبر لوبغاړي خپل کړی چې د مطبوعاتو يو بل ښه ټکی ګڼل کېږي. ))

اوس د سعودي عربستان په شمول له څلورو هېوادونو سره د قطر د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کېدو بحران په رکود کې پاتی دی. قطر پر ځان باندې د بنديزونو د پرې کولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي. د مثال په توګه هغه له ايټاليې سره د پنځه مليارډو يورو په ارزښت د وسلو د پلورلو تړون لاسليک کړ. د اګست په ۹مه قطر د چين په شمول د اتياوو هېوادونو وګړيو ته د ويزو نه پرته د سفر تګلاره پلې کړې چې لا زيات بهرني سيلانيان هڅوي چې قطر ته سفر وکړي. د قطر د سيلانۍ ادارې مامور حسن الابراهيم وويل، دغه راز به قطر په خليج سيمه کې تر ټولو خلاص هېواد وګرځي.

قطر يوه قانوني مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې ځينو بهرنيو کسانو ته د دايمي استوګنې حق ورکړي. هندي ابو کادير چې په قطر کې يې څه باندې شل کاله کار کړی، د دې خبر په اورېدو سره يې ډېره خوښي څرګنده کړه او و يې ويل

((ډېر خوشحاله يم، څرنګه چې ما په دې هېواد کې ډېر اوږد وخت تېر کړی او د اقتصاد لپاره مې خدمتونه ترسره کړي دي. زه به د خپلو خالاتو له مخې د استوګنې د دايمي حق د وړاندې کولو د شونتيا په اړه ارزونه وکړم. ))

د بروکينس د دوحا مرکز څېړوونکي عادل عبدالغفار وويل د قطر د دغو تدبيرونو موخه په دې هېواد کې د بهرنيانو ملاتړ تر لاسه کول دي . بله خوا، قطر غواړي د پرانيستې او نه احاطې بڼه ښکاره کړی چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړي. ده وويل

((دوی ځينی قوانين ترميم کړي چې قطر ته د سفر لپاره لا زياتو سيلانيانو ته اجازه ور کوي. دوی د مهاجرينو قانون هم تعديل کړی چې ځينو بهرنيانو ته د استوګنې دايمي حق ورکوي. د دغو تدبيرونو موخه د قطر د اقتصاد او ټولنې په اړه د بهرني باور پياوړی کول دي. ))

غفار وويل، دغه تدبيرونه به د قطر د کورني يووالي د پياوړتيا او له قطر سره د نړيوالې ټولنې د همدردۍ د زياتوالي لپاره ګټور وي، خو د سعودي عربستان په شمول له څلورو هېوادونو سره د قطر د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کېدو بحران د حلولو لپاره څرګند رول نه لري. څرنګه چې د سعودي عربستان رويه لا کلکه ده او د کويټ او نړيوالې ټولنې منځګريتوب تر اوسه هېڅ برياليتوب نه دی تر لاسه کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای