د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د BRICS هېوادونو نوې دوره سرمشريزه غونډه به په سپتمبر کې د چين د شيا من په ښار کې تر سره شي. د روسيې د ستراتيژۍ اکاډمۍ د اقتصاد پلټنيز مرکز مشر سيرګي کراتايف په دې وروستيو کې په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، BRICS هېوادونه نه يوازې د نړيوالې ادارې د اصلاحاتو په ساحه کې د ليدو وړ رول لوبولی او لوبوي يي بلکې د نړيوال پولي سيستم د اصلاحاتو او د اقتصادي ثبات د ساتنې پلان د پلي کولو په برخه کې د کليدي هېوادونو په حيث ګڼل کيږي.
هغه د چين لخوا وړاندې شوي د يو کمربند او يوې لارې د آبادولو پلان په اړه وويل، دغه وړانديز نه يوازې د چين او روسيې لپاره واقعي ګټې رسوي، بلکې د تجارتي، خدمتي او پولي تشکيلاتو د اسانه کېدو او د BRICS هېوادونو د نورو پلانونو سره سمون لري. دغه وړانديز د اقتصادي همکارۍ د پراختيا ښه نمونه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |