د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ به له نيپال څخه ليدنه وکړي،چين هيله لري چې د دې ليدنې له لارې به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکارۍ پياوړې شي.
وياندې هوا وويل چې د نيپال د حکومت په بلنه به د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې په شپه نيپال ته ورسېږي.وانګ يانګ به د نيپال له ولسمشر بيديا ديوي بهانداري،صدراعظم شېر بهادر ديوبا او د صدراعظم له مرستيال بيجې کومار ګاچيدار سره خبرې اترې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |