د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۴مه نېټه د دغې پېښې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ کوم چې دا لای لاما د ناروغۍ له امله له بوتسوانا څخه د ليدنې پلان لغوه کړی دی. هغې وويل، چې چين اړوند خبر ته پاملرنه کوي او په کوم حيثيت او عنوان په هر هېواد کې د هېواد د جلا کېدو په موخه د دا لای لاما له کړو وړو سره ټينګ مخالفت کوي. د چيڼ دغه نظر کلک دی. چين له بوتسوانا سره اړيکو او همکاريو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې دوه اړخيزې اړيکې سالم او مثبت پرمختګ ومومي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |