CRI Online

وانګ يانګ د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-14 20:33:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰مې کاليزې د يادونې غونډه د اګست په ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې تر سره شوه. د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ په کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

نوموړي وويل، چې نن ورځ د پاکستان لپاره د خوشحالۍ ورځ ده. ډېر خوشحاله يم او وياړم چې د پاکستاني حکومت په بلنه او د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د چين د پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کوم. لومړی د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب پاکستانيانو ته نيکې هيلې او مبارکي وايم.

هغه زياته کړه چې چين غواړي له پاکستان سره په هره ساحه کې د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا، د اقتصادي همکاريو د نژدې کولو او د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره کوښښونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای