د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړ چې د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د اګست په ۱۴مه نېټه د دغه هېواد د ملي ګټو کميټې د نوې ډلې غړي ټاکلي چې په کې ايت الله سعيد محمود هاشيمي شهرودی يې د دې کميټې د نوي رئيس په توګه ټاکلی دی.
ياده کميټه د ايران د ستر مذهبي مشر د سلاکارانو سازمان دی چې د قوانينو د جوړولو په اړه د ايران پارلمان او د اساسي قانون د څارنې کميټې ترمنځ توپيرونو د همغږۍ او پرېکړې رول لوبوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |