د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د فيډرالي امنيت ادارې د اګست په څوارلسمه نېټه خبر ورکړ چې پوليسو په همدې ورځ پر مسکو د ترهګريزو بريدونو څو دسيسې شنډې کړې او د مسکو په بېلا بېلو سيمو کې يې څلور ترهګر نيولي چې دغو ترهګرو د بريدونو تر سره کولو نيت درلود.
د خبر له مخې، يوې ترهګريزې ډلې پلان درلود چې د ځانمرګي بريدګرو او ځواکمنو چاودونکو سامان الاتو له لارې د مسکو پر ترافيکي تأسيساتو او بازاري مرکزونو باندې بريدونه وکړي، يو نيول شوی شکمن کس د روسيې، نور درې شکمن کسان د منځنۍ اسيا د هېوادونو اتباع دي. د اولې پلټنې سره سم، د سوريې داعش څو لوړپوړي چارواکي په دغو دسيسو کې لاس لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |